د نن ورځې مهم خبرونه

کشته و زخمی شدن ۱۸ طالب در ولایت دایکندی

وزارت دفاع ملی می‌گوید، روزگذشته در ولسوالی سرتگاب دایکندی بالای نیروهای افغان حمله صورت گرفته است که در پاسخ به این حمله ۱۲ تن کشته و ۶ تن زخم برداشته است، طالبان در این مورد چیزی نگفته اند.


آمار کرونا در کشور به 35070 تن رسید 

وزارت صحت عامه کشور اعلام کرده است که درجریان ۲۴ ساعت گذشته ۷۶ رویداد جدید ثبت شده و ۲۱ تن وفات شده با ثبت این آمار شمار مجموعی مبتلایان به ۳۵۰۷۰ تن رسید.


په هېواد کې د کرونا ويروس د مجموعي مثبتو پېښو شمېر ۳۵۰۷۰ ته ورسېد

د عامې روغتيا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ويروس له امله ۲۱ تنه مړه شوي او ۷۶ تازه مثبتې پېښې يې ثبت کړي. په دغه موده کې ۴۲۵ تنه له کوېډ۱۹ ناروغۍ څخه بېرته رغېدلي دي.



غزني ښار باندې له نن سهار راهیسې څلور راکټونه لګیدلي دي.

ولسمشر غني نن غزني ته تللی او هلته یوه يوې غونډې ته وينا کوي.

ځايي سرچينې وايي، چې په دغو راکټونو کې شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.



دافغانستان او پاکستان نظامیان پر کونړ د برید په تړاو غونډ کوي 

د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پرونی برید غندلی او راتلونکی کې د نه تکرار غوښتنه یې کړې ده.



رویا رحماني: امریکایي حکومت له افغانستان سره پر خپلو ‌‌ژمنو ولاړ دی 

په واشنګټن کې افغان سفیره رویا رحماني وایي، امريکايي چارواکو او سناتورانو ورسره په کتنه کې ډاډ ورکړی، چې له افغانستان سره متعهد دي او اجازه به ور نه کړي چې دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي.



ښوونځي او پوهنتونونه په مشروط ډول له لوی اختر وروسته پرانستل کېږي

د حکومت کابینې پرېکړه کړې، که کرونا زياته نشي؛ نو ښوونځي او پوهنتونونه دې د روان کال د زمري میاشتې له ۱۵ نېټې وروسته د روغتیایي معیارونو او سپارښتنو په رعایتولو سره پرانستل شي.



ملي امنیت په ننگرهار کې 12 تنه د بيلابيلو جرمونو په تور نیولي دي

د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې ملي امنيت ځواکونو په جلال اباد ښار، خوږیاڼو او شینوارو ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال د یو سرګروپ په ګډون اته وسله وال طالبان، یو تن انسان تښتوونکی، یو تن د پیسو اخیستو په موخه د خلکو ګواښوونکی او یو غل نیولي دي.


طالبانو په هلمند کې دحکومت 30 تنه بندیان خوشې کړې دي

د طالبانو د قطر سياسي دفتر وياند، سهيل شاهين وايي، چې دغې ډلې په هلمند ولايت کې له خپلو زندانونو څخه د حکومت ۳۰ تنه بنديان خوشې او خپلو کورنيو ته ولېږل.


ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار د يوه پلاوي په ملتيا غزني ولايت ته تللی دی.

بلخوا سرچینې وایي چې غزني ته د ولسمشر غني له رسېدو سره سم غونډې ته نږدې دوه توغندي لګېدلي، چې درې تنه يې ټپیان کړي دي.



نړېوال بانک: د کرونا له امله افغانستان کې د بې وزلۍ سلنه لوړه شوې 

نړېوال بانک وايي د کرونا ناروغۍ له امله په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان اقتصادي وده د ۵.۵ تر ۷.۴ سلنه ټیټه شوې ده، چې له امله يې د بې وزلۍ کچه لوړه شوي.


طالبانو په تخار ولایت کې یو ښوونځی سوځولی

ځایي چارواکي وایي چې د تخار مرکز تالقان قلبرس سیمه کې وسله الو طالبانو د داکټر عبدالطیف شهید ښونځی سوځولی دی.

دوی وایي دا په یاده سیمه کې یو مجهز ښوونځی وو چې سلګونه ماشومانو زدکړي‌ورکي کولې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



حنیف اتمر: 12  هیوادونو دبین الافغاني خبرو دکوربه توب وړاندیز کړی دی

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست، حنيف اتمر وايي، د ایران، قطر، جاپان او جرمني په ګډون ۱۲ هېوادونو د بین الافغاني خبرو د کوربتوب لپاره وړانديز کړی دی.

هغه د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل د بندیانو خلاصون کې د پام وړ پرمختګ شوی او د بین الافغاني خبرو ځنډولو لپاره هیڅ پلمه نه ده پاتې.



پکتیا کې 20 تنه وسله والو طالبانو ته مرگ ژوبله اوښتې

د203 تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي، چې افغان ځواکونو د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ د نوزي خولي او د زرمت ولسوالۍ د ابراهيم خېلو او زاو په سيمو کې د وسله والو طالبانو بريدونه په شاه تمبولي، ۹ تنه يې وژلي او ۱۱ نور يې ټپيان کړي دي.


ولسي جرگې دفیروزالدین فیروز دممنوع الخروجي غوښتنه وکړه 

د ولسي جرګې غړو، يو شمېر ولايتونو کې کرونا سره د مبارزې په برخه کې د بودجې د حيف و ميل کېدو په اړه تر څېړنو وروسته، د عامې روغتيا د پخواني وزير، فيروزالدين فېروز د ممنوع الخروج کېدو غوښتنه وکړه.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کابل مرستیال کابل ته دسفر پر مهال له حنیف اتمر سره کتلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، سیدعباس عراقچي د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست، محمدحنیف اتمر سره یې لیدلي دي.

بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په دغه لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي.


دبارک اوباما په گډون دیو شمېر مشهورو کسانو ټویټر اکاونټړنه هیک شوي

د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما او د مایکرو سافټ کمپنۍ مشر بېل ګېټس په ګډون د دغه هېواد د سیاست او ټیکنالوجۍ نړۍ، د مشهورو کسانو ټويتر اکاونټونه هيک شوي دي.


بلخ کې طالبانو سره نښته کې پنځه سرتیري شهیدان شوي دي 

د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، دا نښته د یاد ولایت دولت اباد ولسوالۍ کې شوې، چې دوه سرتیري ټپیان شوي هم دي.

  • 26 چنګاښ 1399